افغانستان؛ قانون که زور؟

February 12th 2026

قدرمنو خوینو او ورونو!
درنو افغانانو! 
نن زه د سیاست خبره نه کوم، نن زه د افغانستان د خلکو د زړه خبره کوم.
زه د هغه وطن خبره کو م چې د نوم اورېدل يې موږ ټول خوشحالوي او درد یې موږ ټول په یوه اندازه ژړوي.
افغانستان
هر انسان، هر افغان – که نارینه دی که ښځېنه،
که په کلي کې اوسېږي او که په ښار کې؛ د دې خاورې د خدمت حق لري. دغه حق د هيچا 
شخيص ملکیت ندی. نه نیول کېدلای شي، نه پلورل کېدلای شي او نه هم باید تر پښو لاندې 
شي. 
پوښتنه دا ده چې د وطن سره له ډېرې مینې سر بېره ولې دومره وروسته پاتې یو؟ 
ولې لا هم د یوبل سره د ګډ کار شوق نلرو، او ولې د فکر او قانون پر ځای، له ز ور څخه کار 
اخېستل کېږي؟

ورونو او خویندو! 
کله چې افغانستان د سپورټ په ډګر کې بریالی کېږي نو ټول یوځای خوشحالي او نڅا کوو او په دغه خوشحالۍ کې نه د چا دین پوښتل کېږي، نه قوم او نه رنګ.
همداسې په نورو برخو کې ..
خو کله چې سیاست ته راشو، هماغه افغانان د یو بل دښمنان ګرځي.
ولې؟ 
اسلام موږ ته د اعتدال درس راکړی دی. نه افراط - نه تفریط.
خو موږ څه وکړ ل؟ 
یا مو هر څه یوازې د ځان لپاره غوښتي او یا مو هر څه پرېښې چې وران شي. 
هېڅ هېواد؛
یوازې د یو شخص،
یوازې د یوې ډلې، 
او یوازې د زور پر مټ ندی ژغورل شوی.
افغانستان د ټولو ګډ کور دی. 
که د کور غړي یو بل ته غوږ و نه نیسي، که نظر ته درناوی ونه شي نو کور ورانېږي.
همدا خبره د وطن ده.
هغه واکدار چې د خلکو خبرې نه اوري، منتقد دښمن بولي، او مخالف نظر غدار ګڼي –
هغه واکدار د وطن ساتنه نه کوي، هغه قدرت ساتي.
او قدرت چې د ملت پر ځای د څو کسانو ملکیت شي هغه ملت ماتېږي.
موږ باید پر یو بل د غدار او پردي پرست ټاپې ونه لګوو. 
دا ټاپې کرکه ډېروي، باور وژني او پردیو ته لاره هواروي.

خویندو او ورونو! 
موږ جګړه نه غو اړو. 
نه غواړو چې وینه تویه شي. موږ تاوتریخوالی هم نه غواړو. 
موږ عزت غواړو.
موږ قانون غواړو.
موږ یو مطمین راتلونکی غواړو.
او دا راتلونکی د اساسي قانون پرته ناشونی دی. 
اساسي قانون یوازې کاغذ ندی؛
دا د ملت د حق تضمین دی.
د واکدار قید دی.
او د وطن ساتنه ده. 
له ټول شمول اساسي قانونه پرته؛
عدالت - شعار پاتې کېږي.
ښځې – له خپل حقه بې برخې پاتې کېږي.
ځوانان - بې باوره کېږي.
او وطن - تشېږي.
هغه څوک چې وايې خلک حق نلري په سیاسي مشارکت کې ونډه ولري،
ښځې د تعلیم او تحصیل حق نلري او د بیان آ زادي خطر ده –
په اصل کې وايي، چې:
قدرت یوازې زما دی.
او دا فکر افغانستان تباه کوي.
موږ یو داسې افغانستان غواړو چې پکښې ماشومان د و ېرې پر ځای خپل ښه راتلونکی وویني.
ښځې د چوپتیا پر ځای و ږغېږي.
او ځو انان د تېښتې پر ځای هېله ولري.
په پای کې وایم: 
افغانستان وسلو ته اړتیا نلري. 
افغانستان له نورو ملکونو سره د دښمنۍ پاللو ته اړتیا نلري.
افغانستان د نړۍ څخه منزوي کېدلو ته اړتیا نلري؛
بلکې؛
افغانستان وېښ وجدان ته اړتیا لري. 
افغانستان قانون ته اړتیا لري.
افغانستان د نړۍ سره یوځای کېدلو ته اړتیا لري.
او افغانستان یوالي ته اړتیا لري.
که موږ ټول؛
ښځې او نارینه، ځوانان او مشران خپل فکر او انرژي د دې خاورې د تکامل په لاره کې متمرکزه 
کړو، نو باور وکړئ؛ هېڅ شیطنت به زموږ د ښې راتلونکې مخه و نه نیسې.
خو په یاد ولر ئ چې د ټول شمول او جامع قانون پرته، هغه قانون چې د افغانستان د هر وګړي 
حق خوندې ساتلی شي، شونې نده چې افغانستان له تیارو را ووځي او تکامل وکړي.
د باثبات،
او قانومنند افغانستان په هېله.
سیداحمد "کریمي”