د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت
د ملي محور ګوند اعلامیه
د فبروري ۲۰مه
د ملي محور ګوند د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت ( د فبروري شلمه)، د افغان ولس له دردېدلي وجدان، تاریخي ارمانونو او د یوې عادلانه، با ثباته او هوسا ټولنې له ګډې هیله سره یوځای خپل غږ پورته کوي.
ټولنیز عدالت د هر مشروع نظام بنسټیز شرط دی. هغه ټولنه چې عدالت پکې واکمن نه وي، نه د انسانیت رنګ لري، نه د اسلام روح، او نه د یوه ملت د ودې او ثبات وړتیا. له بده مرغه، زموږ په هېواد کې د ټولنیز عدالت اساسي اصول او بنسټونه په وروستیو کلونو کې په پراخه کچه تر پښو لاندې شويدي. د نجونو پر زده کړو بندیز، له ښځو څخه د کار حق اخيستل، د قانون حاکمیت له منځه وړل، د بیان ازادۍ ځپل او د خلکو د اقتصادي فرصتونو له منځه وړل هغه څرګندې بېعدالتۍ دي چې د ټولنې د نیمایي نفوس د محرومیت او د ټول ملت د وروسته پاتې کېدو لامل شوې دي.
موږ باور لرو چې د نجونو د ښوونځیو تړل، له ټولنیز او اقتصادي ژوند څخه د ښځو ایستل، او د خلکو د اساسي حقونو محدودول نه یوازې د عدالت خلاف دي، بلکې د جهالت ملاتړ، د انساني کرامت سپکاوی او د اسلامي ارزښتونو ښکاره تحریف دی. هېڅ ملت د خپل نيمايي يعنې ښځو له مشارکت پرته په پښو نه شي ودرېدای، او هېڅ نظام له عدالت پرته مشروعیت او پايښت نه شي ترلاسه کولای.
ملي محور د ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره پر لاندې اصولو ټيڼګار کوي:
ـ د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو، کار، مشارکت او ازادۍ برابر حق
ـ د ښځو او نجونو د اساسي حقونو بېقید او شرط تضمین
ـ شفافه قضایي پروسه او د شخصي سلیقو پر ځای د ملي قوانینو واکمني
ـ د سیاسي مشارکت، مدني فعالیت او ازاد بیان خوندیتوب
ـ د اقتصادي فرصتونو عادلانه وېش او د فقر پر ضد ملي مبارزه
ـ د کمزورو قشرونو او ټولنیزو ډلو بشپړ خوندیتوب
موږ د هېواد له اوسنیو واکمنانو غوښتنه کوو چې د عدالت، پوهې، انساني کرامت او ملي ګټو پر وړاندې له روانې دښمنۍ څخه لاس واخلي. تاریخ د هېچا پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي؛ هر ظالم د عدالت په محکمه کې د ملت او تاریخ له قضاوت سره مخ کېږي. ملي محور د افغانستان د ټولو وګړو په استازیتوب ټینګار کوي، چې د مشروعیت یوازینۍ لاره د عدالت، مشارکت، قانون او د خلکو د ارادې درناوی دی.
په دې نړیواله ورځ موږ یو ځل بیا د ټولنیز عدالت، د ښځو او نجونو د حقونو، د قانون د واکمنۍ او د یوه عادلانه، هوسا او با ثباته افغانستان لپاره خپلهژمنه تکراروو. زموږ مبارزه د یو ملت د عزت، د یوې ټولنې د پرمختګ او د یوې روښانه راتلونکې د تضمين لپاره ده.
ژوندی دې وي عدالت،
ژوندی دې وي د افغانستان واحد، خپلواک او سرلوړی ملت